Skip Global Navigation to Main Content
Skip Breadcrumb Navigation
  • د متحده ايالاتو سفارت د تعليمي مبادلې د پروګرامونو د فارغانو لپاره د کارموندنې د غونډې کوربه توب وکړ

    د متحده ايالاتو سفارت د تعليمي مبادلې د پروګرامونو د فارغانو لپاره د کارموندنې د غونډې کوربه توب وکړ

  • د متحده ايالاتو سفارت د ځوانانو د پيوستون او د انګليسي ژبې د زده کړې د کمپ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه

    د متحده ايالاتو سفارت د ځوانانو د پيوستون او د انګليسي ژبې د زده کړې د کمپ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه

  • د څار او همغږۍ د ګډ بورډ ناستې ته د سفیر مایکل مکېنلی وينا

    د څار او همغږۍ د ګډ بورډ ناستې ته د سفیر مایکل مکېنلی وينا

  • د اټلانټيک شورا ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازی ریچارډ اولسن بيانيه

    د اټلانټيک شورا ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازی ریچارډ اولسن بيانيه

  • د افغانستان ښځو استعداد آزادولو په موخه لوړو زده کړو ته لاسرسی

    د افغانستان ښځو استعداد آزادولو په موخه لوړو زده کړو ته لاسرسی

خبرونه

  • د امريکا د متحده ايالاتو سفارت په کابل کې په جومات بريد غندي

    مونږ په کابل کې ننی بريد چې په جومات کې يې لمونځ کوونکي په نښه کړل، په کلکه غندو او په دغه غمجن بريد کې د وژل شويو کسانو کورنیو او ملګرو ته ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو. د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنانو د دغه بريد په ترسره کولو سره يو ځل بيا څرګنده کړه چې ديني شعائرو او د ګډ ژوند ارزښتونو ته پاملرنه او درناوی نه لري. لکه څرنګه چې په تېره مياشت کې د بروکسل په غونډه کې ثابته شوه، متحده ايالات او زمونږ نړيوال همکاران ژمن دي چې د روښانه او غوره راتلونکې د جوړولو لپاره به د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتي شي.  

  • د اسلامي حزب سره د سولې د هوکړه ليک په اړه د متحده ايالاتو د سفارت اعلاميه

    په سوله ايز ډول د افغانستان د جګړې د ختمولو د يوه ګام په توګه، مونږ د نني هوکړه لیک هرکلی کوو چې د افغانستان د حکومت او د ګلبدین د اسلامي حزب تر منځ د خبرو اترو په پایله کې لاسلیک شو. د امريکا متحده ايالات د افغانستان په مشرۍ او مالکيت، د سولې د يوه داسې بهير څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د منازعې او تاوتريخوالي د درېدو، د تروريستې ډلو سره د اړيکو د پرېکوڼ، او د ښځو او لږکيو د حقونو څخه د ساتنې په ګډون د افغانستان د اساسي قانون د منلو لامل شي.  

  • افغانستان د خپلې انرژۍ د سکټور د پرمختګ په موخه د بهرنیو پانګوالو ګډون ته ښه راغلاست وايي

    کابل، افغانستان – د متحده ايالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت سره په ګډه د ۱۳۹۵ کال د وږي د ۲۸ مې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې په دوبۍ کې "د انرژۍ په سکټور کې د پلټنې يا تشبث د فرصتونو"... 

  • د وطن پرستانو ورځ او د خدمت او یادونې ملي ورځ په اړه د امریکې د جمهوری ریاست اعلامیه، 2016

    پنځلس کاله مخکې، شاخوا ۳۰۰۰ بیګناه نارینه، ښځې او ماشومان چې د یوه عادي ورځنیز ژوند د پیل په موخه بوخت ول زموږ څخه واخستل شول او د کورنۍ عزیزان یې د دوی د ژوندانه د ارزښتناکه شیبو څخه محروم کړل. خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبرد۱۱ نیټې د ترهګریزو بریدونو موخه وخلکو ته د زیان اړولو او د ودانیو د نسکورو څخه ډیره هڅه دا وه چې زموږ روحیه ماته کړي اوهغه تلپاتې ارزښتونه له منځه یوسي چې موږ یې د امریکایانو په حیث یو موټی ساتلې وو. د یادې پیښې وروسته، په ورپسې کلنو کې زموږ د مينې او هيلې ظرفیت تر بل هر وخت موږ یې په پیاوړتیا سره د پرمختګ او همکارۍ او بیاودانولو لور ته وهڅولو. د وفادارۍ په ساتنې سره او د هغو زړونو او خاطرو په یاد چې موږ له لاسه ورکړل، یوځل بیا د خپلې قاطع خوشبینۍ او تل پاتې قوت چې د تاریخ په تر ټولو تیاره شیبو کې موږ سره یوځای کوي ټنکار کوم. موږ پریکړه کړی چې د همدغې روحیې په ساتنې سره نورو ته د خدمت کې اوسو. 

  • د امريکا د متحده ايالاتو سفارت پر پاملرنه نړیوالې موسسې بريد غندي

    موږ په کابل کې د پاملرنې پر نړیوالې موسسې خونړی برید په کلکه غندو. د پاملرنې موسسې کارکونکې د افغانستان د یوه روښانه راتلونکې د جوړونې لپاره مرسته کوي. د دوی هڅې د خلکو ژوند ژغوري، د ښځو د پیاوړتیا سبب ګرځي، فقر کموي او د ټولو افغانانو لپاره فرصتونو ډیروي. مونږ د دغې پېښې د زیانمنو کورنيو او ملګرو سره خپله خواخوږي څرګندوو او په دغه بريد کې د ټپي شويو کسانو بيړنۍ روغتيا ته هيله من يو.